اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)صدر او په قامي اسمبلۍ كښې د مخ??لف?? ډلې مشر شهباز شريف وئېلي دي اوسني حالات د مخ??لف?? ډلې امتحان دے٬هېواد او قام به پھ هېڅ صورت مايوسه نه كړو٬مونږ ته د جمهوري٬دستوري او د پ??رليماني طريقو او اقدارو يوه نوې لاره جوړول دي٬په پارلمان د قام باور زياتول دي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د پ??رلمان په ودانۍ كښې د ګوند شريكې پارلماني پارټۍ ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ګوند مشرانو٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔شهباز شريف ووئيل مونږ به اوس په پارلمان كښې دننه او بهر د قام او هېواد د ګټو تحفظ لپاره په محنت ٬جذبه او ديانتدارۍ كار كوو۔ده ووئيل د خپل كردار او عمل د لارې دا ثابتول دي چې مونږ لويه دعوې نه كوو بلكې د قوم د امانت ساتونكي او د خدائے له يرې تحفظ كونك?? يو۔ده ووئيل مونږ ته په نړۍ دا ثابتول دي چې كه اهليت وي٬ديانتداري وي او د اخلاص نيت وي د پ??رلمان نه ط??قتور كوم بل فورم نشته۔په غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال مشوره وكړې شوه۔په غونډه كښې د پ??لك اكاؤنټس كمېټۍ او د نورو قائمه كمېټو د مشرانو ټاكنې په اړه نامو ته حتمي شكل وركړې شو۔په غونډه كښې دا پريكړه هم وشوه چې د سي پیك٬د ځايې حكومتي نظام او د پ??مختيائي پروګرام په اړه به بېلا بېل لارښود نه يوازې پرله پسې ?? حكومت په اقداماتو نظر ساتي بلكې په دې لړ كښې به عامه رايه هم جوړوي او قوم به پرله پسې ?? دې معاملو نه خبروي۔په غونډه كښې د ځايې حكومتي نظام د تحفظ په اړه د بېلا بېلو اقداماتو جاج هم واخستلې
اوسني حالات د مخالفې ډلې امتحان دے٬هېواد او قام به پھ هېڅ صورت مايوسه نه كړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری