اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي چې په اټلي او لېبيا كښې د كشتۍ په پېښو كښې 9 پاكستاني وګړي په حق رسېدلې دي د كومو مړو هېواد ته بېرته راوړولو لپ??ره اقدامات كولې كېږي۔تېره مياشت هندي ځواكونو په حراست كښې پنځه كشميريان شهيدان كړي٬ د 4 زره څخه زي??ت كشميري د هند ا?? هند غېر قانوني زي?? تسطل جمو او كشمير بېلو زندانونو كښې نظربند دي٬ پاكستان به د هند غېر قانوني جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په ضد غږ پورته كوي٬خارجه وزير به د مارچ په لسمه نېټه په نيويارك كښې د اسلامو فوبيا په اړه په يوه دستوره كښې ګډون كوي٬د ا??مان د خارجه چارو وزير مملكت ډاكټر ټوبياس لِنډنر مارچ 4مې نېټې نه تر 7مې نېټې د پاكستان دوره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زي??رت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال كړی۔دې ووئيل چې د جنورۍ په 26مه نېټه كال 2023 د ا??لي په پوله د ا??وټه كېدو كشتۍ په پیښه كښې دوه پاكستاني وګړي په حق رسېدلې او 17 پاكستاني بچ كړې شوي خو 2 تراوسه بې دركه دي۔په روم كښې زمونږ سفارتخانه د ا??لي چارواكو سره په پیښه كښې د بچ كړې شويو كسانو خيال ساتلو او مړي پاكستان ته د منتقلۍ لپ??ره اقدامات كوي۔دې ووئيل چې په يوه بله پیښه كښې د لېبيا د بن غازي ښار سره نزدې د بيړۍ په پیښه كښې تراوسه 7 پاكستاني وګړي په حق رسېدلې دي۔لېبيا كښې پاكستاني سفارتخانې ځايې چارواكي او د ريډكراس نړيوالې كمېټۍ مرستې سره د مړو شناخت او مړو پاكستان ته منتقلۍ عمل كښې آسانۍ وركوي۔سفارتخانه او خارجه وزارت هم په حق رسېدلې كسانو كورنيو سره په رابطه كښې دي۔دې ووئيل چې خارجه چارو وزيرمملمكت حنا رباني كهر په جنيوا كښې د تخفيف اسلحه كنفرنس اعلٰی كچ په غونډه كښې ګډون كړی۔په خپل وېډيو پیغام كښې دې د نړيوال او سيمه ايز سلامتيا لپ??ره د موجوده رامخې ته شويو خطرو مخ نيوي اهميت په اړه خبره كړې۔خارجه وزير مملكت په نړيواله كچه د متفقه اصولو په بنياد د پرامن ګاونډيتوب لپ??ره د پاكستان د وژن او پالېسۍ خاكه وړاندې كړه۔حنا رباني كهر په جنيوا كښې د بشري حقونو كونسل 52مې غونډې د نړيوالې كچې په برخه كښې هم په عملي توګه ګډون كړی په كومه كښې چې هغې د بشري حقونو ودې او تحفظ لپ??ره د پاكستان بشپړه عزم پخلې كړی او د پرمختګ خوښي قوانين نفاذ٬او د دې نفاذ ښه والي٬اد??ره جاتي معاونت اپ ګرېډ كولو٬او پارليماني او عدالتي نګرانۍ ته توقيت وركولو سره د هېواد بشري حقونو ډهانچې قوي كولو لپ??ره د پاكستان هڅو خاكه هم وړاندې كړه۔دې د پاكستان لخوا په اروپا كښې د قرآن پاك بے حرمتۍ د پېښې سخته غندنه وكړه او زي??ت شوې اسلاموفوبيا په اړه د خپلو اندېښنو څرګندونه هم وكړه۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې د ا??تصادي چارو ډويژن وزير سردار اياز صادق٬د كووېډ 19 نه پس په نړيواله بحالۍ غېر وابسته تحريك(اېن اے اېم)رابطه ډلې مشرانو په غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔د مشرانو غونډه كومه به چې د يكم نه تر 3 مارچ روانه وي۔دې ووئيل چې تېره مياشت هندي ځواكونو زي?? حراست پنځه كشميريان شهيدان كړي۔د هندي ځواكونو لخوا په پرامن مظاهرينو د طاقت وحشيانه كارولو څخه 7 كشميري ځوانان ژوبل شوي او 15 يې نيولې دي۔دې ووئيل چې پاكستان به د هند غېر قانوني جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په ضد غږ پورته كوي٬مونږ به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې جمو او كشمير شخړی منصفانه او پرامن حل لپ??ره د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د مارچ په 8مه نېټه كېدونكي كنفرنس كښې ګډون لپ??ره د نيويار?? دوره كوي۔كنفرنس كښې به د اعلٰی كچ او پالېسۍ ډائيلاګ برخه وي۔خارجه وزير به د اعلٰی كچ غونډې مشري كوي۔په دې كنفرنس كښې به د ملګرو ملتونو٬د ملګرو ملتونو مېرمنې او نور نړيوال تنظيمونو مشرانو نه علاوه د ا?? آئي سي غړو هېوادونه او د ا?? آئي سي غېر ركن هېوادونو څخه د وزارتي كچې ګډون توقع ده۔دې ووئيل چې خارجه وزير به د مارچ په لسمه نېټه په نيويارك كښې د اسلامو فوبيا په اړه په يوه دستوره كښې ګډون كوي٬د ا??مان د خارجه چارو وزير مملكت ډاكټر ټوبياس لِنډنر مارچ 4مې نېټې نه تر 7مې نېټې د پاكستان دوره كوي٬په دې مهال به هغه د خارجه چارو وزيرمملكت سره ملاقات كوي او د پاكستان او المان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو به جائزه اخلي۔په دې موقع د په اقتصادي مرسته٬موسمياتي بدلون او شريكې خوښې سيمه ايز چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔دا به د هغه د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔دا دوره د ميونخ سكيورټي ډائيلاګ لپ??ره د ا??مان خارجه وزير او د وزير مملكت دورې په مهال كېږي۔دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تېر كال خارجه وزيرانو په كچه د كېدونكو اوسنو دورو په بنياد وي۔مونږ به د ا??مان سره ښه روابط او خبرې اترې جاري ساتو
پاكستان به د هند غېر قانوني جمو او كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په ضد غږ پورته كوي۔د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی