پېښور/اسلام آباد۔8 مارچ(اے پی پی) د الېكشن كمېشن ډلې په خېبر پښتونخوا كښې د ټاكنو په لړ كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره ملاقات كړے۔ د شورؤ په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې د الېكشن كمېشن ډلې كومه چې د الېكشن كېمشن په سېكرټري ٬ خاص سېكرټري او ډي جي (لاﺀ) مشتمله وه د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ټاكنو نېټې ټاكلو په لړ كښې ملاقات كړے۔ ډلې د آئين او قانون په رڼا كښې ګورنر ته ووئيل چې هغه د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو نېټې وركولو پابند دے دغسې چې په 90 ورځو يا دې څخه په لږه موده كښې ټاكنې وكړې شي۔ په دې مهال ګورنر ووئيل زه به راروانه اونۍ كمېشن سره حتمي مشاورت كولو له ملاقات كوم۔ دغسې د الېكشن كمېشن سېكرټري ګورنر ته وئيلې دي مونږ دلته يواځې نېټه ټاكلو له راغلي يو ٬ ټاكنو سره اړوندو نورو چارو لپاره الېكشن كمېشن نګران صوبائي حكومت او وفاقي قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره په رابطه كښې دے او ډېر زر به دې ته حتمي شكل وركړے شي
د الېكشن كمېشن ډلې په خېبر پښتونخوا كښې د ټاكنو كولو په لړ كښې د ګورنر غلام علي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو