اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي﴾ وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي وئېلي دي د مېرمنو د شموليت نه بغېر كوم هم قام پرمختګ نشي كولې٬صدر او وزيراعظم د مېرمنو د حقونو تحفظ٬ خپلواكۍ او په ټولنه كښې د عزت وړ مقام وركولو لپاره عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه هغې د مېرمنو نړيوالې ورځې په مناسبت سره د كل په ورځ د پاكستان مېرمنو محفل مشاعره ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د مشاعرې اهتمام ويمن پارليماني كاكس او د اسلام آباد ګروپ په اشتراك سره ؤ ۔په دې موقع د پارليمان مېرمنې غړې او مېرمنو شاعرانو٬د سول سوسائټۍ استازو او زده كوونكې هم موجود وې۔ په دې وهال د ويمن پارليماني كاس سېكرټري منزه حسن او د اسلام آباد ګروپ چيئرمېن ډاكټر محمد امجد هم خطاب وكړو۔وړومبۍ مېرمنې ثمينه علوي د مېرمنو نړيوالې ورځ په مناسبت سره د مشاعرې ستائنه كولو سره ووئېل مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې مهم كردار ادا كوي٬دا مېرمنې زمونږ وياړ دے٬د هغوي هلې ځلې او كاميابۍ د ستائنې وړ دي۔دې ووئيل دا ورځ د مېرمنو لپاره د لويې اهميت وړ ده٬موجوده حكومت د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره په سنجيدګۍ سره اقدامات كوي٬په دې لړ كښې ځانګرے پېشرفت شوے۔ دې ووئېل صدر او وزيراعظم د مېرمنو حقونو تحفظ٬ د هغوي خپلواكۍ او په ټولنه كښې د عزت وړ مقام وركولو لپاره عزم لري۔دې ووئيل د مېرمنو د شموليت نه بغېر كوم هم قام پرمختګ نشي كولے ٬۔ وړمبۍ مېرمن ثمينه علوي د خاص كسانو خېرښېګرې په اهميت هم زور راوړو۔په آخر كښې وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د كورونا وبا په مهال بېلو څانګو كښې په ځانګړې خذمات ترسره كولو مېرمنو له تعريفي اسناد هم وركړل
د مېرمنو د ګډون نه بغېر كوم هم قام پرمختګ نشي كولے ٬صدر او وزيراعظم د مېرمنو د حقونو تحفظ٬ خپلواكۍ او په ټولنه كښې د عزت وړ مقام وركولو لپاره عزم لري۔ د وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د پاكستان مېرمنو مشاعرې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن