اسلام آباد / لاهور 12 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو فاقي وزير سردار محمد يوسف د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په اړه په لاهور كښې د سيرت كنفرنس په وروستي سيشن كښې په كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه د ګډون كوونكو مننه كړې او وئيلي ئې دي چې په دې كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه د پوهانو ګډون دا څرګندوي چې د مذهبونو همغږي زمونږ د ټولو ضرورت دے او په دې لړ كښې نه مونږ ټولو ته خپل خپل كردار ترسره كول وي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل چې د دې كنفرنس په نتيجه كښې به د مذهبونو د همغږې په وده كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل چې د مذهبي زغم د اړخ په رڼا كښې لويې مسئلې په تفاهم حل كېدے شي۔ ده ووئيل چې اسلام د يو نړيوال دين حيثيت لري او د نبي كريم ﴿ص﴾ رحمت يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټولو لپاره دے۔ په دې موقع د مذهبي چارو دوهم وزير پير امين الحسنات په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو په مشوره تياره كړې شوې نهه نكاتي اعلاميه وړاندې كړه۔ كنفرنس ته د تركيې د مذهبي چاو د محكمې صدر ډاكټر محمت ګورمېز هم وېنا و??ړه او په سيرت رسول﴿ص﴾ ئې رڼا واچوله۔ ده د تركيې حكوم?? او اولس لخوا په دې موقع پاكستاني اولس ته مباركي هم وركړه۔ ده په حوېليا كښې د الوتكې په پې??ه كښې مړو كسانو لپاره دعا و??ړه او په پې??ه ئې غمرازي ښكاره كړه۔ په كنفرنس كښې وفاقي او صوبائي وزيرانو٬ د سېنېټ٬ قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو٬ سركاري چارواكو٬ مذهبي پوهانو او نورو مذهبونو سره تعلق لرونكو كسانو ??م ګډون وكړو۔
د مذهبي زغم د اړخ په رڼا كښې لويې مسئلې په تفاهم حل كېدے شي۔ د مذهبي چارو فاقي وزير سردار محمد يوسف سيرت كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔