اړي ګړي راجوړولو لپاره دې هڅې ونه كړې شي، چا له به قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړو، اوسني الېكشن كمېشن خو ټاكنې كړې هم نه دي نو احتجاج څه جواز لري. د وفاقي وزيرانو خبري كانفرنس ته وېنا


APP70-140121 ISLAMABAD: January 14 - Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed alongwith Minister for Defense, Minister for Information, Minister for Law and Minister for Science & Technology addressing a press conference at Ministry of Interior. APP

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) حكومت واضحه كړې چې اپوزيشن دې بې شكه احتجاج وكړي خو چا له به قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړو، د اړي ګړي راجوړولو لپاره دې هڅې ونه كړې شي، عمران خان به كله هم اسرائيل تسليم نه كړي، د مدرسو زده كوونكي راپارولو لپاره دې اشعال انګېزه نعرې ونه وهلې شي، د ټاكنو اوسني كميشن خو ټاكنې كړې نه دي نو احتجاج څه جواز لري، اپوزيشن دې د كومې يوې ادارې وقار خو سلامت پرېږدي، مولانا فضل الرحمان دې اسلام آباد پلو نه بلكې د اسلام پلو اوګوري. دا خبرې وفاقي وزيرانو د زيارت په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې شريك خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د وزيرانو په غونډه كښې د امن او امان د صورتحال جاج اخستل شوے. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د خپل اعلان له مخې پاكستان د مدينې رياست په طرز جوړول غواړي. مونږ د ديني قوتونو احترام كوو او مدرسې د اسلام قلعه او مينارې ګڼو. ده ووئيل اسلام آباد كښې 560 مدرسې شته چې پكښې يوازې 92 رجسټرډ دي. د وزيرانو كمېټۍ په غونډه كښې مهمې پرېكړې شوي او د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم هم مهمې قانوني مشورې وركړي. ده ووئيل د جنورې په 19مه نېټه د اپوزيشن ګوندونه احتجاج لپاره د ټاكنو كمشين ته راروان دي. د ټاكنو كميشن يوه آئيني اداره ده، كه په دې څوك اعتراض لري نو جواز نه لر. ده ووئيل دوي د كومې اسمبلۍ په ضد چې احتجاج كوونكي دي، هم د دې اسمبلۍ په ټاكنو كښې برخه هم اخلي، د انتخابي اصلاحاتو پلو نه راځي. د كورنيو چارو وزير ووئيل د مارچ په مياشت كښې د سېنېټ په ټاكنو كښې به هم اپوزيشن برخه اخلي، مونږ هيله لرو چې اپوزيشن به د امن او امان ستونزه راپېدا نه كړي. د فارن فنډنګ كېس د اورېدنې په موقع به د آئين او قانون په دائره كښې احتجاج وكړے شي او د حكومت د امن خواهش به خراب نه كړے شي. په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د ټاكنو كميشن د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ په مشوره تشكيل شوے ؤ. تېرې ټاكنې دې الېكشن كميشن نه دي كړې ځكه د دې كميشن په ضد د احتجاج كوم جواز نشته. ده ووئيل د اپوزيشن مشران په هره يوه اداره تنقيد كوي، د كومې يوې ادارې وقار خو دې سلامت پرېښودي. د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل اپوزيشن په شروع كښې وئيلي وو كه د درغلې ټاكنې ثابت شوې نو اسمبلي به چلېدو ته پرې نه ږدو. بيا چې كله د جوړې كمېټۍ دوه غونډې وشوې نو دوي د كمېټې نه غائب شول. اپوزيشن له پكار وو چې په كمېټې كښې ئې د درغلې ثبوتونه وړاندې كړي وو خو د ثبوت نه بغېر تورونه ولګولے شول. دا كمېټي اوس هم موجود ده د كومې غونډې رابللو لپاره چې دوي ماته خط نه دے ليكلے او نه كوم ريكارډ وړاندې كوي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل هغه يو ځل بيا پيپلز پارټۍ او ن ليګ ته خواست كوي چې ځان سره ثبوتونه راوړي، رسيدونه، شناختي كارډونه او د فارن فنډنګ ريكارډ هم راوړي. يوازې دړكو لپاره دې نه راجمع كېږي، د ټاكنو كميشن ته دې ضروري ثبوتونه وړاندې كړي. د قانون وزير فروغ نسيم ووئيل احتجاج كول د اپوزيشن حق دے خو سترې محكمې د فېض آباد دهرن كېس كښې واضحه كړې وه چې هر ځاے دهرنا او احتجاج نه شي كېدے.ده ووئېل كه اپوزيشن آئين او قانون مني نو د سترې محكمې دا حكم دې تسليم كړي او كه احتجاج كوي نو د قانون په دائره كښې دننه دې وكړي. قانون دې په لاسو كښې وانخستلے شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل مولانا فضل الرحمان عالم دين دے، هغه دې د اسلام آباد پلو نه بلكې د اسلا پلو وګوري. د مدرسو په زده كوونكو كښې اشعال خپرولې شي او د ختم نبوت بهانه كوي. زه واضحه كول غواړم چې ختم نبوت لپاره چې كله او چرته هم غونډه كول غواړې ، وكړې، زه د ختم نبوت سپاهي يم. مولانا فضل الرحمان ختم نبوت لپاره كله هم زندان ته نه دې تللے. ده ووئېل د اسرائيل خبرې كېږي، زه واضحه كول غواړم چې كه هر څه اوشي عمران خان كله هم اسرائيل نه شي تسليمولے. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په فارن فنډنګ كېس كښې د 40 زره خلقو فنګر پرنټس، شناختي كارډونه او ضروري دستاوېزات وړاندې كړې شوي، په دې كېس د پيپلز پارټۍ لاسليك نشته، مسلم ليګ ن يوازې تورونه لګولي، ثبوت نشته. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مدرسو په اړه د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري او د كورنيو چارو وزير پشمول كمېټې جوړه كړې شوې. مونږ مدرسو سره په رابطه كښې يو، مدرسې د اسلام قلعې دي او مونږ د مدرسو ډېر احترام كوو خو مدرسې دې سياست لپاره ونه كارولے شي. ده ووئيل سياست د بندې كوڅې نه مېدان او څلورو لارو ته راغلے، زمونږ اعصاب قوي دي، مونږ د اولس ملاتړ لرو. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان حكومت به پنځه كاله پوره كوي.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس