واشنګټن 19 اپرېل (اے پي پي) د امريكې د خارجه محكمې وياند نېډ پرائس وئيلي دي چې په سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو د پاكستان نوي حكومت سره په ګډه كار روان ساتلو لپاره انتظار كوو. د ورځني نيوز بريفنګ په مهال وياند ووئيل چې مونږ پاكستان ته د يو مهم شراكتدار په توګه ګورو، كوم سره چې مونږ روابط لرل او اوس ئې هم لرو لكه څنګه چې مونږ يوا داسې افغانستان لپاره په ګډه كار كوو كوم چې زيات مستحكم وي، زيات محفوظ وي، زيات خوشحال وي او تر ټولو مهمه خبره دا چې يو داسې افغانستان چرته چې اقليتونه، افغان مېرمنې جو د جينكو پشمول ټول افغانان بنيادي حقوق ولري او د دې احترام وكړې شي. ده ووئيل چې د د تېرو 75 كلونو څخه پاكستان سره د امريكې اړيكې مهمې پاتې شوې دي. ده ووئيل چې مونږ د پاكستان نوي ټاكل شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د چوكې د وړاندې نه مباركي وركړې ده ، مونږ د هغه حكومت سره په ګډه كار كولو ته په انتظار يو.
په سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو د پاكستان نوي حكومت سره په ګډه كار روان ساتلو لپاره انتظار كوو. د امريكې د خارجه محكمې وياند
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی