اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي په هېواد كښې د سرې او غنمو باوري كولو او د ذخيره اندوزۍ مخ نيوي لپاره په ماركيټ كښې د طلب او رسد مربوط نظام جوړولو سره سره د قاچاق مخ نيوي او د پولې سخت كنټرول د وخت مهم ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د غنمو او يوريا سرې د قاچاق مخ نيوي لپاره د لوړې پاې غونډه په مهال وكړې۔وزيراعظم اړوند ادارو ته هدايت وكړو چې په ماركيټ كښې دې يوريا او ډي اے پي په مستحكمه او ارزانه بيعه باوري كړی شي چې دغسې هېواد د غنمو په پېداوار كښې خودكفيل شي۔وزيراعظم په دې لړ كښې د ټاسك فورس جوړولو هدايت هم وكړو۔وزيراعظم ټولو اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغه د پاكستان كروندګرو او اولس ته زيات رېليف وركولو لپاره هر ممكن قدم پورته كړي۔په دې لړ كښې به كوم ډول كوتاهي ونه زغملې شي۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان٬د صنعت او پیداوار وفاقي وزير سيد مرتضٰی محمود٬د خوراك وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د تجارت وزير سيد نويد قمر او اړوند اعلٰی سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې صوبائي چيف سېكترانو٬د پوليسو آئي جيز ٬د اېف سي آئي جي او نورو اعلٰی چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د غنمو او يوريا سرې د قاچاق مخ نيوي لپاره د لوړې پاې غونډه
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل